د ایراني ساینس پوه، محسن فخریزاده د وژنې تر شا څوک دي؟

 اټومي فزیک پوه، محسن فخری زاده په ایران کې یوه له هغو کسانو څخه و چې خوندي ژوند یې درلوده. د هغه وژنه د ایران امنیتي وضعیت تر پوښتنې لاندې یې راوستی دی.

 فخریزاده، د جمعې په ورځ د تهران په یوه څنډه کې هغه مهال ووژل شو، چې بریدګرو د هغه په موټر ډزې وکړې او ویې واژه. نوموړي ته په څو مترۍ کې له چاویدونکو توک ډک موټر هم درول شوی و.

دا د ایران د امنیتي ادارو چې د ټولو هېواد امنیتي مسوولیت په غاړه لري، درېیمه ستره ناکمي ګڼل شوې ده. د جمعې تر ورځې پورې، د فخرزاده د قتل د ویديوګانو او انځورنو موندل ممکن وو.

نوموړی د ایران د اټومي پروګرام پلار ګڼل کېده او ترې کلکه څارنه کېده.

فخری زاده ۲۰۰۸ میلادي کال کې هم یوې ژونکې حادثې نه روغ ووته، د هغه په موټر چاودېدونکي توکې ځای پر ځای شوي وو چې مخکې له چاودنې یې ځان خوندي سیمې ته رسولی و.


ایران د فخري زاده د وژنې مسوولیت پر اسرایلو اچولی دی، خو یوه بل هېواد هم په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن شوی دی چې هغه د قطر هیواد دی.

دا ځکه چې د فخري زاده له وژنې دوه اوونۍ وړاندې د قطر هېواد ځینو چارواکو په پنټاګون کې پر ایران د امریکې د حمل ملاتړ کړی و او د همکاریو ډاډ یې ورکړی و.


سربیره پردې، په تهران کې د موساد اجنټانو وکولی شول چې د 2018 میلادي کال کې، د عملیاتو په جریان کې شاوخوا،55,000 پاڼې استخباراتي اسناد او معلومات غلا کړي.

په تهران کې د موساد عملیات د ایران د امنیتی چارو لپاره  ستر سپکاوی ګڼل شوی و، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې  ځانونه د سپاه پاسداران، د ایران د وسله والو ځواکونو غړي، د ایران د اټومي پروګرام د امنیت مسوولین بولي.

هغه څه چې په دې قضیه کې د ایران حکومت تر پوښتنې لاندې راولي دا دي: 

کله چې په  فخري زاده باندې حمله کېده ګڼه ساتونکي هم  ورسره مله وو، له دې ښکاري چې ایران دا موضوع تل جدي ګڼلې وه.

نو د دې وژنې انګیزه، کوم چې تر دې مهال هیچا یې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، داسې برېښې 

دا یوه سیاسی قتل دی چې د ایران له اټومي پروګرام سره هېڅ تړاو نه لري.

دا موضوع موږ ته دوه پایلې په لاس راکوي، لومړۍ د ایران او د امریکې د نوي ولسمشر ترمنځ مخالفت دی او دویم دا چې ایران هڅوي څو یو احساساتي اقدام باندې لاس پورې کړي.


کله چې روحاني په خپلو څرګندونو کې د ایران "دښمنانو" ته اشاره کوله، موخه یې امریکا، اسرایل او قطر وو.


 اسرایل او قطر دواړه په منځني ختیځ کې د سیاست د بدلیدونکي جریان په اړه اندیښمن دي. د ایران په اړه د اسرایل او سعودي عربستان اندیښنې د راپورونو له مخې په هغه څه خبرې شوي چې اسراییلي میډیا ویلي چې تیره یکشنبه په نیوم کې د اسرایل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان تر منځ یوه پټه ناسته وه.

له دې وژنې وروسته ، د ایران ستر رهبر، آیت الله علي خامنه ای د فخریزاده د وژنې عاملینو ته د کلکې سزا غوښتنه وکړه.

محسن رضايي  ویل چې ایراني استخبارات باید ژر تر ژر د بهرینو استخباراتي کړیو مخه ونیسي او عوامل یې په ګوته کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډیری ایرانیانو پوښتنې مطرح کړي چې څنګه ایران د خپل نظامي او استخباراتي برتری په اړه د بیانونو سربیره، داسې یو څوک ترې وژني چې په کلکه توګه یې ساتنه کېده؟ داسې اندیښنې هم شتون لري چې دغه وژنه به په هیواد کې د نورو کسانو د نیول کېدو لپاره د بهانې په توګه وکارول شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ایران پر امنیتي سکتور سختې نیوکې شوي چې ولې د دوی یو خورا مهم کس په رڼا ورځ وژل کېږي او د دغې وژنې په تور کېدای شي ګڼه کسان ونیول شي.

دا چې د دغې وژنې تر شاه د چا لاس دی ګڼې پوښتنې را ولاړېږي، ځینې وايي، کېدای شي په خپله ایران د دغې وژنې تر شاه لاس ولري، اسرایل هم تورن شوی دی ځکه چې په ۲۰۱۸ کال کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ایران د اټومي پرواګرم په هکله یې ډېر شمېر سندونه غلا کړي وو. د دوی ترڅڼګ قطر هم تر شک لاندې دی چې د امریکای متحد او ملګری ګڼل کېږي.

  • 10 ليندۍ 1399